ولسی جرګه دملی دريځ پر لور
                                                                     انجنير سيد عبدالقادر انجنير سيد عبدالقادر

    ۲۵ ــ ۱۱ــ ۲۰۰۸             

 

شــتمنــي يــي دملـت کړلــه تــقسيــم تــر خپل منــځو

لڅ لپړ يي دا ملت  کړي هر افــغان په دې  پوهـــيږي

وږي، تږي ګريــوان څيري ، کوڅي ډکــي دکوچنيانو

عيش او نوش يي واکداران کړي دوجدانه  نه بيريږي

که هر څونه زورور ياست دحساب ورځ مو په مخ کي

داجـــــــبر دتــاريـــخ دي داملــــت بــــه راپــاڅيــــــږي 

 

     ډير دخوشحالی ځای دي چه دافغانستان دولسي جرګی وطنپرسته استازو څو مياشتي مخکي دملي شتمنيو دنه  پلو رلوپه هکله يوه  پريکړه  کړي وه ، او دولتي مقاماتو ته مو هم  رسمأ ليږلي وه ۰ولي متاسفانه تر اوسه پوري دولتي مقاماتو دا مهمه او پر ملي ګټو ولاړه پريکړه داعتبار وړ نه وه بللي ۰

ځکه نودپورتنيۍ  پريکړي دنه عملي کيدو   په اړوند دغزني ولايت دخلګو يوه ريښتيني استازي محترم ( نيازي ) ددوشنبي  دورځي دولسي جرګي په غونډه کښي ( ۲۴ ــ۱۱ــ ۲۰۰۸ ) خپله استعفا وړاندي کړل  ۰ اوداسی يي  وويل :

څرنګه چه دولت دولسي جرګی هغه مخکنۍ  پريکړه چی دتصديو دنه پلورلو په اړوند باندي يي  کړی وه داهميت څخه يي  ليری غورزولی ده  ، او دادی اوس دنورودولتی   تصديو په څير  دزراعتی بانک ملکيت ( ۱۴ ) منزله تعمير هم  دټولو ملحيقاتو سره پلوري ۰ چه دادافغانستان دخلګو دارادي او ملي ګټو  خلاف يو  عمل دی ۰ ځکه نو زه نه غواړم چه په ولسی جرګه کي  دخلګو داستازي په توګه بيله صلاحيته خپلی وظيفي ته ادامه ورکړم۰

ولي  دا  پر ملي ګټو مين دغزني ولايت د ريښتيني استازي داستعفا وړانديز دولسی  جرګی دغونډي  له خوا قبول نه  سوو ۰ او په عوض کښي  دولسي جرګي ټولو پر ملي ګټومينو  استازو درايو په اتفاق پريکړه وکړه، که دولتي چارواکي ددولتي تصديو پلورل زموږ دولسي جرګي دمخکنۍ پريکړي   پر اساس  بند نه کړي ،  اودا پريکړه ونه مني ، موږ به ټوله  په جمعي ډول استعفا وکړو ۰

دولسي جرګي دپورتنيۍ  غونډي محترمو استازو :

ستاسو دا پر ملي ګټو ولاړه پريکړه به هيڅ وخت دافغانستان  تاريخ هيره نکړي ۰ او افغان زوريدلي ولي مغرور ملت به ستاسو د داسو ملي ګټو ولاړو پريکړو  حتمي لاس نيوي کوي ۰ چه په نتيجه کي به ژر تر ژره  د جهاني او داخلي  منفوري ،او جنايتکاري   اقتصادي مافيا لاسونه زموږ دګران وطن افغانستان څخه لنډاو زموږ زوريدلي ملت به ديوه هوسا ژوند پر لوري وخوځيږي ۰ او افغان زوريدلي ملت هيله مند دي چه تاسو بايد  په هم دغه قاطعيت سره پر خپله دغه ملي ګټو ولاړه پريکړه باندي ودريږي ۰ نو په هغه صورت کي به  داملت  حتمي  په راتلونکو ټولټاکنو کي ستاسو  پلوي کوي ۰ او که پر خپله دغه ملي ګټو ولاړه   پريکړه باندي ونه دريږي ، نو افغان ملت به بيا  ستاسو دغه پريکړه يو سياسي تجارت وبولي ۰

ومن الله تو فيق  


November 26th, 2008


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات